په سمنګان ولایت کې د فوټبال د اتلسو ټیمونو تر منځ سیالۍ ترسره شوې.
د دغه ولایت د سپورټ امر معلم سردار دولتزي نن ازادي راډيو ته وویل چې دغه سیالۍ د غوره لوبغاړو د پېژندلو او د دې ولایت د غوره ټیم د ټاکلو په هدف ترسره کېږي.
ښاغلی دولتزی وایي، دغه سیالۍ یوه میاشت وړاندې پیل شوې وې چې راروانه اوونۍ بهیې وروستی پړاو ترسره شي.