بغلان چارواکي: د پیازو محصولاتو کې ۸۰ سلنه زیاتوالی راغلی

د بغلان کرنې ریاست مسؤلان وايي چې سږ کال بغلان ولایت کې د پیازو په محصولاتو کې ۸۰ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

د دغه ولایت د کرنې ریاست د کرنیزو چارو مسؤل محمد سالم نن ازادي راډیو ته وویل چې سږ کال ټولټال ۸۳۸۵۰ ټنه د پیازو محصولات لاسته راغلي خو د وړ بازار د نشتوالي له کبله‌یې بیې د تېرو کلونو په پرتله څو برابره رالوېدلې دي.

ښاغلی سالم وایي چې اوس‎مهال بغلان ولایت کې یو من پیاز په ۱۰ افغانیو پلورل کېږي حال دا چې تېر کال په ۸۰ افغانیو پلورل کېده.

نوموړی وايي چې پاکستان د تورخم لار د افغان سوداګرو پر مخ تړلې نو ځکه ورځ تر بلې د کورنیو تولیداتو بیه ټيټېږي.