راستنېدونکو بې‌اسنادو افغان کډوالو سره د مرستو بهیر پیل شو

افغان حکومت له پاکستانه راستنېدونکو بې‌اسنادو کډوالو سره د بېړنیو مرستو بهیر پیل کړ.

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې د مرستو دغه لړۍ د تورخم په بندر کې سر له دوشنبې ورځې پیل شوه.

د ننګرهار والي ګلاب منګل خبریالانو ته وویل چې افغان حکومت له ناراجسټر شویو کډوالو سره د مرستې په هدف ۱۰۰ میلیونه افغانۍ په نظر کې نیولي او هر راستنېدونکي بې‌اسناده کډوال ته به ۳۳۵۰ افغانۍ ورکړل شي.

د کډوالو چارو وزارت د معلوماتو له مخې سږ کال له پاکستانه څه باندې څلور نیم لکه کډوال هېواد ته راستانه شوي چې له دې ډلې شاوخوا یو لک او نوي زره یې بې‌‎اسناده دي.