د کندهار ښار څلورمې ناحيې سلګونو دوکاندارانو خپل دوکانونه تړلي او د اعتراض په توګه د ولایت مقام مخ ته راټول شوي دي.
دوی وایي، درې دوکاندارانيې په رڼا ورځ په تورو هندارو موټرو کې وړل شوي او له شاوخوا ۱۰ ورځو تېرېدو وروستهيې لا هم هېڅ درک نهدی معلوم.
د کندهار ښار د لرګو ګنج او لنډي بازار دغه سلګونه دوکانداران چې د سې شنبې په سهار د ولایت مقام مخ ته د اعتراض په توګه راټول شوي وو، ازادي راډیو ته وویل چې ۱۰ ورځې مخکې په پرلهپسې توګه په رڼا ورځ درې تنه دوکانداران په شخصي کالیو او تورو هندارو موټرونو کې پورته کړل شوي دي خو تر اوسهيې لا هم درک نهدی معلوم.
دوکاندارانو چې د اعتراض په توګه خپل دوکانونه تړلي وايي چې د تښتول شویو دوکاندارانو خپلوان د هغوی په پیدا کېدو نهدي توانېدلي.
دوی وايي:
"په شخصي کالیو کې راشي دوکاندار ته وایي، راشه یو دوه خبرې درسره کوم د هغه دوو خبرو سره سړی ورک شي، که طالب یي خو دلتهیې مړ کړه که جرمیې کړی وي خو ځای باید معلوم وي، اوس خاد وايي موږ ته معلومات نهشته قومندانۍ هم نهده خبره، حوزه هم نهده خبره."
بلخوا د ولایتي ادارې ویاند صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې د ولایت مرستیال عبدالعلي شمسي د اعتراض کوونکو سره لیدلي او د هغوی د شکایت پر اساس به د پېښې په اړه تحقیقات وکړي.
ښاغلی خپلواک وايي:
"دغه موضوع به جدي څېړل کېږي، په دې وروستیو کې ډېر خلک شکایت کوي چې په شخصي موټرو کې چې هندارې يې تورې دي خلک پورته کېږي چې نه یې بیا د مرګ درک وي نه د ژوند."
کندهار کې ډېر وخت د خلکو د ورکېدو په اړه شکایتونه کېږي.
شخصي کالیو کې د تورو هندارو موټر لرونکي وسلهوال خلک نامعلوم ځای ته وړي چې د میاشتو-میاشتو تېرېدو وروستهيې هم د مرګ او ژوند په اړه معلومات نهکېږي.
د دغو پېښو مسؤلیت تر اوسه چا نهدی منلی او هېڅڅوک هم نهپوهېږي چې د دې پېښو تر شا د چا لاس دی.