د ننګرهار عدليې ریاست یو کارکوونکی د اداري فساد په تور ونیول شو

په ختیځ کې له اداري فساد سره د مبارزې سیمه‌ییز دفتر د عدلیې ریاست یو کارکوونکی د اداري فساد په قضیه کې له یو لک پاکستانیو کلدارو سره ونیوه.

د دغې ادارې رئیس احمد شاه نبي مومند وایي، نیول شوي کس له یو نیم کال راهیسې یوه حقوقي قضیه د رشوت اخیستلو په هدف ځنډوله.

ښاغلی مومند وایي، دا دوهم وار دی چې د ننګرهار د عدليې ریاست دا کارکوونکی د رشوت اخیستلو په تور نیول کېږي.

له اداري فساد سره د مبارزې سیمه‌ییز دفتر ډاډ ورکوي چې د ولسمشر له لوري له نویو ورکړل شویو صلاحیتونو له مخې به د اداري فساد پر وړاندې اساسي مبارزه وکړي.