د ننګرهار چارواکي وایي، د سیمهییزو پولیسو پر رېنجر د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله یو پولیس ټپي شوی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطالله خوګياڼی وايي، دا پېښه نن سهار د بهسودو ولسوالۍ په لاجیګړ سیمه کې شوې او په تړاو یې تر اوسه کوم څوک نهدي نیول شوي.
د یو بل خبر له مخې د ننګرهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي مسؤل حضرت حسین مشرقيوال وایي، تېره شپه په خوګیاڼو ولسوالۍ کې د ننګرهار د هوایي ډګر د صفر دوه قطعې د ځمکنیو او هوایي عملیاتو په نتیجه کې څلور وسلهوال مخالفین وژل شوي او درې تنه ټپیان دي.
په دې اړه هم وسلهوالو تر اوسه تبصره نهده کړې.