د سولې عالي شورا، طالبانو ته د پاکستان دا ګواښ چې له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې باید له اسلاماباد سره مشوره وکړي، په یوې بینالافغاني بهیر کې د دغه هېواد لاسوهنه بولي.
د دغې شورا مرستیال عبدالخبیر اوچقون نن ازادي راډیو ته وویل، نړیواله ټولنه باید د پاکستان د دا ډول مداخلو مخه ونیسي.
دی وايي:
"له نړیوالې ټولنې او ملګرو ملتونو مو غوښتنه دا ده چې پرې نهږدي اسلاماباد د خپلو ګټو د خوندیتوب په هدف د افغانستان د سولې خبرې قرباني کړي."
اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس د دوو طالب مشرانو په حواله چې نومونهیې نهدي ښودل شوي راپور ورکړی چې وایي، پاکستان طالبانو ته ګواښ کړی چې یا له افغان حکومت سره د سولې په خبرو کې اسلاماباد شریک کړي او یا له دغه هېواده ووځي.
دا په داسې حال کې ده چې د راپورونو له مخې یو شمېر افغان چارواکو قطر کې له طالب استازو سره لیدلي دي چې په همدې تړاو بیا وروسته د طالبانو یو پلاوی اسلاماباد ته هم تللی و.