سویډن حکومت: ورک ډیپلومات "راول والنبیري" مړ شوی

د سویډن حکومت خپل یو پخوانی ډیپلومات "راول والنبیري" چې اویا کاله مخکې ورک شوی و، مړ اعلان کړ.

والنبیري چې په ۱۹۴۴ میلادي کال کې یې د هنګري پلازمېنه بوداپست کې د سویډن په سفارت کې کار پیل کړ، لږ تر لږه ۲۰ زره یهودانو ته محافظتي پاسپورټونه ورکړي او هغوی یې له مرګه ژغورلي وو.

خو په ۱۹۴۵ میلادي کال کې د پخواني شوروي ځواکونو بوداپست ته له رسېدو سره سم هغه ونیو او له هغه راهیسې ورک دی.

د والنبیري برخلیک د دوهمې نړیوالې جګړې یو پټ راز دی چې څوک‌یې په موندلو نه‎دي بریالي شوي.

د سویډن اکسپرېس ورځپاڼې پرون دوشنبه وویل چې د دې هېواد د مالیې ادارې خبر ورکړی چې والنبیري په رسمي ډول په مړو کې وګڼل شو.

د سویډن د مالیې ادارې چې د وګړو د زېږېدو او مړینې نېټه ثبتوي دا خبر تائید کړی دی.