م.م: سږ کال جګړو ۴ لکه افغانان خپلو کورونو پرېښودو ته اړ کړي

ملګري ملتونه وايي، سږ کال د جګړې له امله څلور لکه افغانان له خپلو کورونو تېښتې ته اړ شوي دي.

د ملګرو ملتونو دا رپوټ پرون دوشنبه خپور شوی دی.

دې سازمان د کال په پیل کې اټکل کړی و چې د کورنیو جګړو له امله ښايي دوه نیم لکه کسان بې‌ځایه شي خو د دوی د اټکل خلاف، دا شمېر څلور لکه کسانو ته لوړ شوی دی.

ملګري ملتونه وايي چې زیات خلک شمالي ولایتونو لکه کندز او بغلان کې بې‌کوره شوي او په نورو سیمو کې يې اړولي دي.

رپوټ په جنوب کې د هلمند او ارزګان د خلکو یادونه کړې چې د جګړې د شدت له امله نورو سیمو ته تښتېدلي دي.