زاخېلوال وايي شربت‎ګله به نن سې شنبه له زندانه خوشې شي

پاکستان کې د افغانستان سفیر ډاکټر عمر زاخېلوال وايي چې شربت‎ګله به نن سې شنبه له زندانه خوشې شي.

د پاکستان ټربیون ورځپاڼې په حواله، یو شمېر افغان ډیپلوماټانو چې پرون د شربت‎ګلې د لېدو لپاره زندان ته ورغلي وو، ویلي چې د هغې د خلاصون ژمنه ورسره شوې ده.

پاکستان کې د تحقیقاتو فدرالي ادارې تېره اوونۍ شربت‎ګله د جعلي اسنادو جوړولو په تور نیولې ده.

د هغې دوسیه به نن د پېښور په محکمه کې وڅېړل شي.

په اسلام‎اباد کې د افغانستان سفیر ویلي چې دوو افغانو ډیپلوماتانو پرون د پېښور په زندان کې د شربت‎ګلې پوښتنه کړې او ډاډ یې ورکړی چې هغه به خوشې شي.