د اسلامي دولت په نوم وسلهوالې ډلې یا داعش ننګرهار کې د پچیراګام ولسوالۍ د قومي مشرانو پر غونډه د انتحاري حملې مسؤلیت واخیست.
په دې حمله کې پرون دوشنبه لږ تر لږه ۱۱ تنه ووژل او زخیمان شول.
د ننګرهار پچیراګام ولسوالۍ کې د داعش وسلهوالو د فعالیت له امله امنیتي وضعیت ښه نهدی او د دې ولسوالۍ ډېر خلک جلالاباد ښار ته تښتېدلي دي.
د داعش وسلهوالو په یوه اعلامیه کې ادعا کړې چې په دې حمله کې یې ۱۵ تنه وژلي او ۲۵ تنه زخمیان کړي دي.
خو د ننګرهار د والي ویاند وايي چې په حمله کې څلور تنه وژل شوي او اووه تنه زخمیان دي.
د افغانستان جمهور رئیس دا پېښه په شدت غندلې ده.