کلېنټن: ټرمپ دې له مسکو سره د اړیکو له څرنګوالي پرده پورته کړي

د امریکا د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې د ډیموکراټ ګوند کاندیدې هېلري کلېنټن پر خپل جمهوري غوښتونکي سیال ډونالډ ټرمپ غږ کړی چې له مسکو سره د خپلو اړیکو له څرنګوالي پرده پورته کړي.

مېرمن کلېنټن د خپلو هڅو په لړ کې چې غواړي خپل سیال د سپینې ماڼۍ لپاره د کرېملېن انتخاب معرفي کړي، پرون په اوهایو کې چې د رأیو له نظره مهم دی، د خپلو پلویانو یوې ډلې ته په وینا کې په دې اړه وویل:

"اوس چې د ولسمشرۍ انتخاباتو ته یوازې اته ورځې پاتې دي، نور نو انتظار نه‌شي کېدای. ډونالډ ټرمپ باید سمدستي له کرېملېن او د کرېملېن له متحدانو سره خپلې ټولې اړیکې افشا کړي."

مېرمن کلېنټن وویل، ولسمشر ولادیمیر پوتین غواړي ټرمپ په انتخاباتو کې بریالی کړي او زیاته‌یې کړه چې کرېملېن له ټرمپ سره د مرستې لپاره پر امریکايي اهدافو د انټرنټي حملو امر ځکه ورکړی چې علت‌یې د دې په وینا ښايي د ټرمپ کرېملېن پلوې پالېسۍ او یا پوتین ته له نېږدې کړیو سره سترې تجارتي معاملې وي.