د قزاقستان په مرکزي ښار قره غندي کې نن د هغو اتو کسانو محاکمه پیل شوه چې په تروریستي اعمالو تورن پيژندل شوي.
دوی د بندو درواز شاته محاکمه کیږي.
دا کسان چې په جون میاشت کې نیول شوي د تروریستي ډلې په جوړولو، په تروریستي فعالیتونو او د غیرقانوني وسلې په لرلو تورن دي.
څارنوالانو مخکې ویلي دي چې د دې ډلې یو غړي هغه مهال چې پولیسو یې د نیولو هڅه کوله ځان والوزاوه.
د څارنوالانو په وینا دې ډلې، بالکاش جهیل ته نژدې د روسیې پر یوه پوځي مرکز د برید په ګډون په سیمه کې د تروریستي حملو یوه لړۍ پلان کړې وه.