د لبنان پارلمان د دې هېواد د وسله والو ځواکونو پخوانی لوی درستیز میشل عون د ولسمشر په توګه غوره کړ.
په دې توګه له سني صدراعظم سعدحریري سره د یوې معاملې پربنسټ په لبنان کې د قدرت دوه کلنه تشه ډکه شوه.
میشل عون چې حزب الله یې ملاتړ کوي د پارلمان له ۱۲۷ غړو د ۸۳ رایو په ترلاسه کولو بریالی شو.
په لبنان کې د قدرت د ویش د موافقې له مخې ولسمشرۍ مقام د عیسويانو، د صدراعظم څوکۍ د سني مسلمانانو او د پارلمان د مشر څوکۍ د شیعه مسلمانانو برخه ده.
د لبنان د جمهوري ریاست څوکۍ په ۲۰۱۴ کال کې وروسته له دې چې د میشل سلیمان دوره پای ته ورسېده تشه وه، ځکه د پارلمان غړي د نوي ولسمشر په غوره کولو نه سره جوړېدل.