د افغان ډیپلوماټو مېرمنو ټولنه پرانیستل شوه

د افغان ډیپلوماتو مېرمنو ټولنه نن دوشنبې پرانیستل شوه.

د افغانستان لومړۍ مېرمن رولاغني په دې مناسبت د بهرنیو چارو په وزارت کې جوړې شوې غونډې ته وویل د افغانستان ښځې زړورې او د لوړ سیاسي شعور لرونکې دي او که امکانات ورته برابر شي کولا شي چې د افغانستان له ارزښتونو څخه په نړۍ کې دفاع وکړي.

همداراز اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وویل چې حکومت چمتو دی په مختلفو برخو په تېره په سیاسي برخه کې، د افغان مېرمنو ظرفیتونه لوړ او په سیاسي چارو کې د هغو له مشارکت څخه ګټه پورته کړي.