ارګ: د هېواد بېلابېلو برخو کې پرمختګونه دوام لري

د افغانستان جمهوري ریاست وايي په بېلابېلو برخو کې پرمختګونه دوام لري او پانګېاچونې هم ښه وده کړې ده.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي دا څرګندونې نن ازادي راډیو ته د سیګار د تازه راپور په غبرګون کې وکړې چې ویلي یې و د افغانستان ۱۵ کلنې لاس ته راړونې له زوال سره مخ دي.

ښاغلی مرتضوي زیاتوي په هېواد کې شته امنیتي ستونزې او د مخالفو وسله والو ګواښونه د هېواد د بیا رغونې مخه نه شي ډب کولای.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د بیا رغونې لپاره د امریکا ځانګړې ادارې په یوه تازه راپور کې ویلي په افغانستان کې لاس ته راوړنې له زوال سره مخ دي او پانګه اچونه هم په دغه هېواد کې کمه شوې ده.