چارواکي: د کونړ دانګام او اسمار کې طالبان پر شاتمبول شوي

د کونړ سیمه ییز چارواکي وايي چې د دانګا او اسمار ولسوالیو په امنیتي پوستو یې د وسله والو طالبانو حملې په شاتمبولې دي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي نن ازادي راډیوته وویل په جګړه کې شپږو وسله وال طالبان او دوه افغان سرتېري وژل شوي دي.

ښاغلي کلیمزی وايي چې وسله والو طالبانو په ماڼو ګي، وټپور اوسرکاڼو ولسوالیو هم حملې کړې، خوکومې لاس ته راوڼه یې نه درلوده.

د کونړ امنیتي چارواکي وايي چې د جګړې لومړیو لیکو ته تازه دمي افغان ځواکونه رسېدلي دي.

تراوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.