یونېسف: ۳۰۰میلیونه ماشومان زهرجن لرونکو سیمو ژوند کوي

د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق یونېسف وايي چې د نړۍ نېږدې درې سوه میلیونه ماشومان په هغو سیمو کې ژوند کوي چې خورا زیات زهرجن ګازونه لري.

یونېسف په خپل نوي راپور کې چې نن خپور شو ویلي، نېږدې ۲۲۰ میلیون ماشومان په جنوبي اسیا کې چې هوا یې د روغتیا د نړیوال سازمان WHO له خوا د ټاکل شویو نړیوالو لارښودونو له مخې شپږ ځلې زیاته ناولې ده اوسېږي.

د یونېسف مشر انتوني لیک وايي، ناولې هوا هرکال له پنځو کالو د کم عمره شاوخوا شپږلکه ماشومانو د مړینې له مهمو عواملو څخه ده.

یونېسف د نړۍ پر حکومتونو چې په پام کې ده راتلونکې میاشت د اقلیم د تودوخي په اړه د بحث لپاره په مراکش کې غونډه وکړي غږ کړی چې د فوسیلي سونګ موادو له کارولو لاس واخلي او په دې توګه هم د روغتیا له ښېګڼې او هم د اقلیمي بدلون د سرعت له کمېدو سره مرسته وکړي.