ازبکستان کې د یوه زنداني سیاستوال د حبس موده وغځېده

د ازبکستان چارواکو د هغه زنداني سیاستوال د حبس موده تمدید کړې چې له نېږدې ۲۳ کالو راهیسې په زندان کې دی.

۷۲ کلن سمندر کوکونوف باید د روانې اکتوبر میاشتې په شپږمه نېټه له بنده خلاص شوی وای خو د نوموړي کورنۍ د ازادي راډیو ازبکي څانګې ته وویل، دوی ته د ازبکستان د حبس د تطبیق د څار له ادارې څخه یو لیک رسیدلی چې په‎کې ویل شوي چې د نوموړي د حبس موده د زندان له اصولو د سرغړاوي له کبله د نورو ۳ کلونو لپاره غځول شوې ده.

کوکونوف په ۱۹۹۳ کال کې د اختلاس په تور ونیول شو او په ۱۹۹۴کال کې په شل کاله بند محکوم شو.

په ۲۰۱۴ کال کې د نوموړي حبس د درېیو کلونو لپاره تمدید او وروسته بیا دوه کاله کم شو.

د سمندرکوکونوف پلویان وايي چې د هغه قضیه سیاسي دلایل لري.