د جمهوریت په نوم د سیکولرانو د پلوي ورځپاڼې مسؤل نیول شوی

د ترکي رسنیو د راپورونو له مخې د ترکیې حکومت د جمهوریت په نوم د سیکولرانو د پلوي ورځپاڼې مسؤل مدیر او یو بل خبریال نیولي دي.

جمهوریت ورځپاڼې نن پر خپله آنلاین ګڼه کې تائید کړه چې مسؤل مدیر مرات سابونجو او کالم لیکوال ګورای اوز وروسته له هغه چې پر کورونو یې چاپه ووهل شوه توقیف شول.

د استانبول لوی څارنوال په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې جمهوریت ورځپاڼه او په دې نوم ټولنه چې دا ورځپاڼه چلوي له کرد بیلتونپالو او د جولای د میاشتې د ناکامۍ کودتا د تورن پلان جوړوونکي فتح الله ګولین په مشرۍ غورځنګ سره په اړیکو لرلو مشکوک دي او ځکه ترې تحقیقات کېږي.

ترکي رسنیو د څارنوالانو له قوله لیکلي دي چې وايي له تحقیقاتو وروسته به روښانه شي چې ایا دوی کوم جرم ترسره کړی کنه.

د ترکیې د سي ان ان ټلویزیوني شبکې د راپور له مخې حکومت د جمهوریت ورځپاڼې د ۱۳ ژورنالېستانو او مسؤلانو د نیولو حکم ورکړی دی.