د عراق دولتي ځواکونو له داعشه د موصل ښار د بېرته نیولو لپاره عملیات نن بیا پیل کړل.
د عراقي ځواکونو یو قوماندان وايي چې د موټربم حملو په وسیله د دوی د پرمختګ د مخنیوي هڅه کېږي، خو دا قومندان وايي، د حکومتي ځواکونو هدف دا دی چې نن د ورځې ترپایه د موصل ښار ختیځو لمنو ته ننوځي.
موصل ښار په ۲۰۱۴میلادي کال کې د داعش ډلې د وسلهوالو لاس ته ولوېد او د بېرته نیولو لپاره یې پوځي عملیات دوه اوونۍ مخکې پیل شول.
اټکل کېږي چې دا عملیات ښايي څو اوونۍ دوام وکړي.