کونړ چارواکي: دانګام او اسمار کې وسله وال په شا تمبول شوي

د کونړ سیمه ییز چارواکي وايي چې د دانګام او اسمار ولسوالیو په امنیتي پوستو یې د وسله‎والو طالبانو حملې په شا تمبولې دي.

د کونړ والي وحیدالله کلیمزي نن ازادي راډیو ته وویل، جګړه کې شپږ وسله‌وال طالبان او دوه افغان سرتیري وژل شوي دي.

ښاغلي کلیمزی وايي چې وسله‎والو طالبانو په ماڼوګي، وټه‌پور او سرکاڼو ولسوالیو هم حملې کړي، خو کومې لاسته راوړنې یې نه درلودې.

تر اوسه وسله‎والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.