نایاب: ارزګان کې هوايي بریدونو ۷۰ وسله وال وژلي

د ارزګان سیمه ییز چاروکي وايي چې د افغان ځواکونو په هوايي حمله کې ۷۰ وسله والو طالبان وژل شوي او ۸۰ نورټپیان دي.

د ارزګان د والي ویاند دوست محمد نایاب نن ازادي راډیوته وویل چې دغه حمله تېره ورځ ناوخت په چورې ولسوالۍ کې شوې ده.

ښاغلي نایاب زیاتوي حمله هغه وخت وشوه چې وسله وال طالبان د ملي اردو د نیول شوی مرکز د تاسیساتو په ورانولو بوخت و.

د ملي اردو دغه مرکز دوه ورځې وړاندې د وسله والو طالبانو لاس ته ورغی او یو شمېر سرتېري هغوی ته تسلیم شول.

طالبان بیا دوی ته د مرګ ژوبلې د اړولو خبره نه مني وايي چې، په پېښه کې ۳۰ ملیکان وژل شوي چې ماشومان هم په کې شامل دي.