افغان ولسمشر ډاډ ورکوي چې د غور ولایت او د ننګرهار د پچیراګام د ولسوالۍ د وروستیو پېښو عاملینوته به سزا ورکوي.
محمد اشرف غني نن په کابل کې یوې غونډې ته وویل چې د غور ولایت او د ننګرهار د پچیراګام ولسوالۍ پېښې تراژیدي دي:
"غواړم دا اطمینان در کړم چې عدالت به په قانوني توګه عملي شي او د پېښو قاتلین به خپله سزا وګوري."
تېره اوونۍ د غور ولایت د فیروزکوه په یوې اړونده سیمه کې داعش ته منسوبو وسله والو ۳۰ ملکي وګړي ووژل.
له دې وړاندې داعش د ننګرهار په پچیراګام ولسوالۍ کې هم ملګي کسان وژلي و.