د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو وزارت وایي چې په تېرو څلورو میاشتو کې په افغانستان کې د انرژۍ برخه کې د یو عشاریه دوه میلیارد ډالرو په ارزښت د پانګونې نوې ژمنې شوي دي.
د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو وزارت دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې نړیوال بانک په خپل کلني وروستي راپور کې ویلي چې افغانستان د امنیتي تحدیدونو له امله د پانګونې او سوداګرۍ لپاره په اسیا کې تر ټولو نامناسب هېواد دی.
د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي د دوشنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل چې دغه وزارت د روان میلادي کال د جون میاشتې راپه دېخو ا په افغانستان کې د پانګونې د پراختیا په هدف نوي ریفورمونه جوړ کړي دي.
ښاغلي قوقندي زیاته کړه:
"د ولسمشر په حضور کې د یو عشاریه دوه میلیارد ډالرو په ارزښت د انرژۍ په برخه کې نوې ژمنې شوي دي، دا خپله د دې څرګندونه کوي چې موږ به په راتلونکو کلونو کې ښه مقام ولرو."
په ورته وخت کې د افغانستان سوداګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیامالدین پسرلي هم په افغانستان کې د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې د نړیوال بانک نظر منفي بللی دی.