غني: عدلي او قضايي پرېکړو کې هر ډول لاسوهنه جرم دی

افغان ولسمشر وايي هېڅ‌چا ته به اجازه ورنه‌کړي چې په عدلي او قضايي ادارو کې لاسوهنه وکړي.

محمد اشرف غني چې نن‌یې د څارنوالانو په څلورم ملي کنفرانس کې خبرې کولې پر سیاستوالو غږ وکړ چې د اصلاحاتو له بهیر څخه ملاتړ وکړي او چاته اجازه ورنه‌کړي چې په دې برخه کې خنډ جوړ کړي.

ښاغلي غني د افغانستان قاضي‌القضات او لوی څارنوال ته په خطاب کې وویل که د ولسمشر او همکارانو په کارونو کې یې یوه کوچنۍ قانوني سرغړونه هم ولیدل شي باید تعقیب‌یې کړي.

ولسمشر زیاته کړه:

"ستاسو په کارونو کې به چاته د مداخلې اجاره ورنه‌کړم، په عدلي او قضايي پرېکړو کې هر ډول لاسوهنه جرم ګڼل شوی دی."

ښاغلي غني ټینګار وکړ چې ټول باید د قانون تابع اووسو.