د افغانستان لوی څارنوال وايي، په راتلونکې اوونۍ کې به د عدلي او قضايي مرکز له فساد سره د مبارزې شفافه او علني محکمه دایره شي.
فرید حمیدي چې ننیې د څارنوالانو په څلورم ملي کنفرانس کې وینا کوله وویل چې حکومت د فساد پر ضد او د قانون د حاکمیت لپاره پیاوړې او جدي اراده لري.
ښاغلی حمیدي وايي:
"لومړنۍ محکمه هم د یوه لوړ رتبه څارنوال ده، زه د افغانستان خلکو ته دا ډاډ ورکوم چې له فساد سره مبارزه به لومړی له ځان پيلوو."
ښاغلي حمیدي له حکومتي مشرانو وغوښتل چې له قضايي بنسټونو غوڅ او هر اړخیز ملاتړ وکړي.
هغه له قانون نه سرغړونه ستونزه وبلله او زیاتهیې کړه څه ډول چې یو شمېر لوړ رتبه چارواکي په اداري فساد کې لاس لري، همدارنګه له قانون نه په سرغړونه کې هم ښکېل دي.