د عراق په پلازمېنه بغداد کې پرون یوې موټربم حملې اته کسان ووژل او څه باندې ۳۰ نور یې ټپیان کړل.
دا حمله د حُریه په نوم د بغداد د شیعه مېشتې ناحیې په هغه بازار کې وشوه چې ګڼه ګوڼه پهکې ډېره وه.
معلومه نهده چې موټر چلوونکی د چاودنې پر مهال په موټر کې دننه و، کنه.
دا په داسې حال کې ده چې د عراق امنیتي ځواکونو له داعش ډلې څخه د شمالي ښار موصل د بېرته نیولو لپاره پوځي عملیات پیل کړي دي.