د ګُرجستان خلکو پرون د پارلماني انتخاباتو په دوهم پړاو کې رأیې ورکړې.
تمه ده چې د دې رأیو نتیجه به د ګرجستان د یونیم سل کسیز پارلمان له درېیو دوه برخې غړي غوره کړي.
درې اوونۍ مخکې د پارلماني انتخاباتو په لومړي پړاو کې د ګرجستان د خیال په نوم حاکم ګوند ۶۷ څوکۍ وګټلې خو په لومړي پړاو کې د پاتې پنځوسو څوکیو د ګټلو لپاره د اکثریت رأیو په ګټلو بریالی نهشو.
د ګُرجستان خیال چې پخوانی صدراعظم او میلیاردر بیدزینا ایوانیش ویلي د پردې له شا ملاتړ کوي هیله لري چې د پرونیو رأیو په نتیجه کې به لږ تر لږه ۱۱۳ څوکۍ ورپه برخه شي او که په دې کار بریالی نهشي نو په قوانینو کې د بدلونونو د راوستو لپاره به په پارلمان کې لازم اکثریت ونهلري.
د ګُرجستان خیال ګوند د اپوزېسیون د اصلي ډلې د متحد ملي غورځنګ په وړاندې چې پخواني ولسمشر میخایل ساکاشویلي یې بنسټ ایښی دی، مبارزه کوي.
د انتخاباتو په لومړي پړاو کې چې د اکټوبر په اتمه نېټه ترسره شول، د ګُرجستان خیال په سلو کې ۴۸،۶۸ او متحد ملي غورځنګ په سلو کې ۲۷،۱۱ رأیې وګټلې.