کورنيو چارو وزارت: بغلان کې د هاوان حملې عاملین پیدا کوو

د کورنيو چارو وزارت وايي، بغلان کې د هاوان د مرګونې حملې د عاملانو په موندلو کې به هره ممکنه هڅه وکړي.

د دغه وزارت په اعلاميه کې دغه حمله چې پرون په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې شوې، جنګي جنايت بلل شوى او غندل شوې ده.

د مرکزي بغلان ولسوال، ګوهر خان بابري ازادي راډيو ته وويل، ډېرى وژل شوي کسان ماشومان دي.

دی وايي:

"وسله‎والو طالبانو په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د استوګنې پر کور هاوان ويشتلى، شپږ ماشومان او يوه ښځه‌يې وژلي او په پېښه کې يوه نجلۍ ټپي شوې ده."

وسله‎والو طالبانو د دې پېښې په اړه تبصره نه‎ده کړې.

مرکزي بغلان ولسوالۍ کې تر دې مخکې د ماين په چاودنه کې د يوې کورنۍ ٨ غړي وژل شوي وو.

پخواني:

د بغلان ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې د استوګنې پر یو کور د هاوان د مرمۍ د لګېدو پېښې د یوې کورنۍ اوه غړي وژلي او یو یې ټپي کړی دی.

د پېښې په قربانیانو کې څلور ماشومان او درې تنه ښځې دي او ټپي هم د همدې کورنۍ غړې ماشومه ده.

د بغلان د امنیه قوماندانۍ ویاند احمد جاوید بشارت ازادي راډیو ته وویل چې د هاوان دا مرمۍ وسله‎والو مخالفینو ویشتلې ده خو وسله‎والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‎دي ویلي.

په مرکزي بغلان کې له دې مخکې د یوه ماین د چاودنې په پېښه کې د یوې کورنۍ اته غړي وژل شوي وو.