مالدووا کې د جمهوري رياست انتخابات دوهم پړاو ته غځېږي

داسې ښکاري چې په مالدووا کې د جمهوري رياست انتخابات به دوهم پړاو ته وغځېږي.

دغه انتخابات پرون وشول او لومړۍ نتيجې يې نن سهار اعلان شوې.

د ٩٨ فيصده شمېرل شويو رأيو له مخې مسکو پلوه کانديد ايګور دودون د ټاکنو ٤٩ اعشاريه اووه فيصده رأيې ګټلې دي.

دى د سوسيال ګوند کانديد دى چې دوهم پړاو ته د انتخاباتو د غځېدو د مخنيوي لپاره اکثريت رأيو ته اړتيا لري.

د انتخاباتو لومړۍ نتيجې ښيي، سيالې کانديدې مايا ساندو چې د اروپايي ټولنې پلوۍ ده، ٣٧ اعشاريه ٩ فيصده رأيې ګټلې دي.

٤١ کلن دودون پرون د خپلې رأيې تر کارونې وروسته وويل:

"زه باوري يم چې مالدووا به د خپل معاصر تاريخ نوى باب پرانیزي. هيله‌من يم تر دغو انتخاباتو وروسته په مالدووا کې خلک ښه ژوند ولري."

پرونيو انتخاباتو کې د خلکو د ګډون کچه نېږدې ٤٩ فيصده وه.

که کوم کانديد بشپړ اکثريت رأيې نه‌وي ګټلې، دوهم ځلي انتخابات به ديارلس ورځې وروسته وشي.

دا په تېرو شلو کلونو کې اول وار دى چې په مالدووا کې د جمهوري رياست انتخابات کېږي، مخکې ولسمشر د پارلمان د وکيلانو له‌خوا ټاکل کېده.