د ايټاليا مرکزي برخه کې زرګونه کسانو له زلزلې وروسته شپه په خلاصه فضا کې تېره کړه.
پرونۍ زلزله، په دغه هېواد کې د درېيو مياشتو په موده کې څلورمه وه.
د زلزله ځپلې نورچيا سيمې اوسېدونکي نيل روېټرز اژانس ته وويل:
"موږ بايد د استوګنې لپاره يو ځاى پيدا کړو، موږ نهشو کولاى په دې هوا کې په خیمو يا هم موټرو کې واوسو. موږ په تمه يو چې دوى دا مهال راته د ژوند لپاره بل ځاى وټاکي، تر هغو به صبر کوو."
پرون د ريښتر په مقياس شپږ اعشاريه شپږ درجې زلزلې د ايټاليا مرکزي برخې ولړزولې او شاوخوا ٢٠ کسانيې ټپيان کړل.
دغې زلزلې څوک مړه کړي يا هم شديد ژوبل کړي نهدي.
د زلزلې ټکانونو په نورچيا ښارګوټي کې ډېرې تاريخي ودانۍ هم زيانمنې کړي.
دغه ټکانونه د ايټاليا په پلازمېنه روم کې هم احساس شوي دي.