د افغانستان زعفرانو د دریم ځل لپاره نړۍ کې لومړی مقام خپل کړ

د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزارت مسؤلین وایي، د زعفرانو د کښت د پراختیا او کیفیت د لوړولو لپاره به د تېر په پرتله ډېر کار وکړي تر څو په نړۍ کې د ا فغان زعفرانو نوم او شهرت پر خپل ځای وساتي.

د یاد وزارت ویاند لطف الله راشد د یکشنبې په ورځ ازدي راډیو ته وویل کوښښ کېږې چې د جغرافیایي نښو په ثبتولو سره د افغانستان د کرنیزو محصولاتو په ځانګړي ډول د زعفرانو مقام په نړۍ کې د تل لپاره وساتل شي.

راشید: هڅه کوو نړۍ کې د زعفرانو مقام د تل لپاره وساتو.

نوموړي زیاته کړه:

"سږ کال جدي چمتووالی نیول شوی دی، خاص پلانونه مو د زعفرانو د ساحي د ډېرېدو او کیفیت د لوړولو او هغه مقام لپاره چې افغانستان یې په نړۍ کې لري نیولی دی، زموږ پروګرامونه مشخصن د کیفیت د تثبیت او د کیفیت د لوړولو لپاره دي"

ښاغلي راشد زیاته کړه چې د نړۍ بازارونو ته د افغاني زعفرانو د صادرولو په هدف دوی په پام کې لري چې له نهو شرکتونو سره مرسته وشي چې د ایسو بین المللي سرټفیکټ تر لاسه کړي.

د نوموړي په خبره د دغه سند له تر لاسه کولو ورسته دغه شرکتونه کولای شي چې زعفران د افغانستان په نامه نړۍ ته صادر کړي.

د افغانستان زعفران د ښه کیفیت او شهرت له کبله چي لري یې د «ذایقې او کیفیت د نړیوال انسټیټوټ» له خوا چې مرکز یې په بروکسل کې دی د درېیم ځل لپاره د نړۍ لمړی مقام خپل کړ.

په ورته وخت کې د افغانستان د سودارګرۍ او صنایعو خونې ویاند صیام الدین پسرلی وایي چې حکومت باید په ټول هېواد کې د بزګرو امنیت ټینګ او د زعفرانو په برخه کې بزګروته ټریننګونه ورکړي.

پسرلی: حکومت باید نور هم بزګرو ته پاملرنه وکړي.

هغه زیاته کړه:

"موږ له حکومت څخه غواړو چې نوره هم پام لرنه وکړي چې د زعفرانو کښت ډېر شي او هغه سیمې چې نا امنه دي او بزګر نه شي کولای په هغو سیمو کې زعفران وکري باید په هغو سیمو کې امنیت ټینګ کړی، د اوبو رسولو سیسټمونه، د اوبو بندونه او په کرنیزو ځمکو کي بزګروته د زعفرانو د کښت زمینه برابره کړي"

د کرنې او مالدارې وزارت د معلوماتو له مخې تېر کال په افغانستان کې ۳،۵ ټنه زعفران تولید شوي و.

دغه وزارت وایي چې د یوې نوي پالسۍ له مخې کوښښ کوي د زعفرانو د تولید کچه په راتلونکو پنځو کلونو کې په کال کې څلورو ټنو ته لوړه کړي.

بل خوا په هرات کې د زعفران کارو ښځو د ټولنې مسؤله سیما غوریاني وایي، حکومت باید په هېواد کې د زعفرانو د کښت د ډېرېدو لپاره هغو ښځو ته چې د دې محصول په بېلابېلو برخو کې کار کوي ښونیز پروګرامونه جوړ کړي.

حکومت باید زعفران کارو ښځو ته امکانات برابر کړي.

نوموړې زیاته کړه:

"په داسې حال کې چې ۹۰ سلنه د زعفرانو کار ښځې تر سره کوي، خو د زده کړې پروګرامونه د نارینه و لپاره جوړېږي، دغه پروګرامونه د نارینه و لپاره بې تاثیره دي، ځکه نارینه یوازي په لومړیو کې د کښت په برخه کې کار کوي، د زعفرانو د ګلانو راټولول، پروسس او بسته بندی یې ښځی کوي، د دې لپاره چې وکړای شو په راتلونکو کلونو کې هم داشان مقام خپل کړو باید د ښځو لپاره ښونیز ورکشاپونه ولرو."

د زعفرانو د کښت د څرنګوالي په اړه د بزګرو نه معلومات‎، د زعفرانو د محصول لپاره بازارونوته نه لاس رسی، د بسته بندۍ په برخه کې د سوداګرو نه پام لرنه هغه موارد دي چې د مېرمن غوریاني په خبره که پام ورته ونه وشي، ښایي په نړیوالو بازارونو کې د زعفرانو بیه راټیټه کړي.

راپور: سباوون کاکړ