مشرانو جرګې د پاکستان له خوا د شربت ګلې نیول وغندل

د افغانستان مشرانو جرګې د پاکستاني مسوولینو له لوري د افغان مېرمن شربت ګلې نېول کېدل وغندل او د خلاصون غوښتنه یې وکړه.

د دغې جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار نن د مشرانو جرګې په عمومي غونډه په اسلام باد کې له افغان سفیر څخه وغوښتل چې د شربت ګلې او نورو افغانانو په ازادولو کې اقدام وکړي:
​"په پاکستان کې له خپل سفیر زاخېلوال څخه جدي غوښتنه کوو چې د ټولو افغانانو په ځانګړې توګه د شربت ګلې په خلاصونه کې دې مرسته وکړي او افغانستان ته دې یې راولېږي.​"

شربت ګله چې لسیزې وړاندې یې یو انځور د جذابو سترګو په خاطر نړیوال شهرت ته ورسوله د چهارشنبې په ورځ په پېښور کې د پاکستان د جعلي پيژندپاڼې د لرلو په تور د پولیسو له خوا ونیول شوه.