له زده کړو نه د محرمو ماشومانو په اړه د بشري حقونو اندېښنې

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون له ښوونځیو څخه د ملیونونو افغان ماشومانو پاتې کېدل د اندېښنې وړ بولي.

د دغه کمېسیون ویاند رفیع الله بېدار نن له ازادي راډیو سره په خبرو کې له ملي او نړیوالو بنسټونو نه په دې برخه کې د جدي اقدام غوښنته وکړه:

​"د تعلیم حق د کوچنیانو لپاره یو اساسي حق دی او د دې حق ضایع کول او له ستونزو سره مخ کېدل، د اساسي حق نه دماشومانو محروم کېدل دي چې موږ ورباندې خواشیني یو.​"

د پوهنې وزارت مرستیال ابرهیم شینواري ویلي چې دامهال په افغانستان کې ۳،۵ میلیونه ماشومان له زده کړو بې برخې دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي له تعلیم څخه د ماشومانو لرې والی د دوی بې کفایتي نه، بلکې ناسم شرایط د دې لامل شوي چې دغه ماشومان ښوونځي ته ولاړ نه شي.