په مالدووا کې نن د ولسمشرۍ انتخابات کېږي

په مالدووا کې نن خلک د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې برخه اخلي.

په تېرو دوو لسيزو کې دا اول وار دى چې په دغه هېواد کېد ولسمشرۍ انتخابات کېږي.

دغو انتخاباتو ته د هغو دوو ډلو ترمنځ د سيالۍ په سترګه کتل کېږي چې يوه يې هڅه کوي له اروپايي ټولنې سره ملګرې شي او بله ډله له روسيې سره نږدې اړيکې غواړي.

د دغه هېواد يوه اوسېدونکي د خپلې رايې تر کارونې وروسته وويل:

​"ما د يوه ښه راتلونکي لپاره رايه ورکړه، څو د هغو جنايتکارانو له شره بېغمه شو چې په واک کې دي، دوى زموږ په ملياردونه ډالره غلا کړي دي، هيله لرو چې وضعيت بدل شي​"

د زياتو نظرپوښتنو له مخې ٤١ کلن سوسيالست ايګور دودون چې يو اقتصادپوه دى، مخکښ ګڼل کېږي، خو ښايي ونه توانېږي په دغو انتخاباتو کې اکثريت خپل کړي.

دى غواړي له اروپايي ټولنې سره د خپل هېواد د يوځاى کېدو مخه ونيسي.

مالدووا د مسکو له سختو انتقادونو سره- سره په ٢٠١٤میلادي کال له اروپايي ټولنې سره د همکاريو يوه موافقه لاسليک کړه.

مايا ساندو چې د پوهنې پخوانۍ وزيره او د عمل و پيوستون ګوند مشره ده، په ټاکنو کې د دودون رقيبه ګڼل کېږي.

مېرمن ساندو وايي، د بروکسل د همکارۍ تړون پر اساس غواړي د اصلاحاتو پروګرام مخته يوسي.

اروپايي ټولنه وايي په دې ټولنه کې د غړيتوب لپاره د مالدووا چانس هغه وخت زياتېږي چې دغه هېواد اصلاحات راولي.

مالدووا د اروپا له نېستمنو هېوادونو دى چې د پراخ اداري فساد د رسوايۍ له کبله يې اقتصاد ځپل شوى دى.

له ١٩٩٦میلادي کال راهيسې په دغه هېواد کې ولسمشر د پارلمان د وکيلانو له خوا ټاکل شوى دى.