یمن کې د سعودي په مشرۍ ایتلاف حمله کې۶۰ تنه وژل شوي

له يمن څخه رارسېدلي راپورونه وايي، په هغه بمبارۍ کې چې د سعودي عربستان په مشرۍ ائتلاف پر يوه زندان کړې، شا و خوا ٦٠ کسان وژل شوي دي.

امنيتي او روغتيايي چارواکو وويل چې دغو حملو پرون د حُديدې په لوېديځ بندر کې د الزيدې امنيتي مرکزونه په نښه کړي دي.

دغه ښار د شيعه حوثي ياغيانو په کنټرول کې دى، دغه ډله له ٢٠١٤میلادي کال راهيسې د يمن د حکومت پرضد جنګېږي.

ويل شوي چې په وژل شويو کې ياغيان او بنديان شامل دي.

تر دې څو ساعته مخکې جنګي الوتکو په لوېديځ ښار تعز کې د ملکيانو کورونه بمبار کړل، ځايي اوسېدونکي وايي په پېښه کې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.

خلک له بمبار شويو کورونو د مړو او ټپيانو په راايستلو بوخت وو.

د سعودي عربستان په مشرۍ پر ائتلاف چې د يمن د جلا وطنه ولسمشر عبدربه منصور هادي ملاتړ کوي، په هوايي حملو کې د ملکيانو د وژنې له کبله انتقادونه شوي دي.