د ريښتر په مقياس شپږ اعشاريه شپږ درجې زلزلې د ايټاليا مرکزي برخې ولړزولې.
تر اوسه په دې زلزله کې د چا د مړينې راپور نه دى ورکړل شوى، خو ويل شوي چې د زلزلې ټکانونو ګڼې ودانۍ نړولې دي.
د ايټاليا د ملکي دفاع اداره وايي، زلزلې ځينې کسان ټپيان کړي او زياتې ودانۍ نړولې دي.
د دې ادارې رئيس وايي په لسګونو کسان برسېرن ټپيان شوي، خو د يوه تن ټپونه شديد دي.
ده ويلي اداره يې د څرخي الوتکو په مرسته ټپيان انتقالوي او د اوښتي زيان اندازه معلوموي.
د امريکا د جيولوژيکي سروې اداره وايي دغه زلزله پر ځايي وخت د سهار اووه بجې او ٤٠ دقيقې شوې او مرکز يې پروجا ښار ته نژدې په نورچا ښارګوټې کې و.
د زلزلې ټکانونه په پلازمېنه روم کې هم احساس شوي دي.