بغلان کې پر یوه کور د هاوان لګېدو ۷ تنه وژلي

د بغلان سیمه ییز چارواکي وايي، پر یوه کور د هاوان مرمۍ د لګېدو په پېښه کې د یادې کورنۍ اووه غړي وژل شوي او یو نجلۍ ټپي شوې ده.

د مرکزي بغلان ولسوال ګوهرخان بابري ازادي راډیو ته وویل چې د هاوان دغه مرمرۍ نن د وسله والو مخالفینو له لوري توغول شوی وه.

ښاغلی بابري زیاتوي چې په وژل شویو کې یو ښځه څلور ماشومان هم شامل دي او یوه وړه نجلۍ ټپي شوې ده.

تراوسه وسله والو مخالفانو په دې اړه څه نه دي ویلي.