جمهوري ریاست وايي چې د ملي وحدت حکومت د مشرانو ترمنځ په ځینو مسایلو او موضوعاتو کي د لیدلوري توپیرونه د اندېښنې وړ نه دي.
د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي نن ازادي راډیوته وویل د حکومت کارونه به نارمل ډول مخکې ځي.
نوموړي زیاته کړه:
"اختلاف نه دی موجود په یو شمېر مسایلو او موضوعاتو باندې د لیدلوري توپیرونه موجود دي چې زیات د اندېښنې خبره نه ده، حکومتي کارونه په سم، نارمل او ورځنۍ ډول مخ ته ځي."
ښاغلی مرتضوي ټینګار کوي چې اختلافي نظرونه باید د اساسي قانون په چوکاټ کې مطرح شي چې دا د حکومت او خلکو غوښتنه هم ده.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د ولسمشر لومړي مرستیال ولسمشر او اجرائیه رئیس په قوم پالنې تورن کړي خو جمهوري ریاست وايي چې دا ډول څرګندونې عدليي او قضايي پلټنو ته اړتیا لري.