چارواکي: کونړ کې هوايي بریدونو ۱۴ وسله وال وژلي

د کونړ امنیتي چارواکي وايي، د یاد ولایت په دانګام او غازي اباد ولسوالیو کې تېره شپه او تېره ورځ نړیوالو ځواکونو هوايي بریدونه کړي.

په کونړ کې ددوه سوه یو سیلاب قل اردو ددوهمې لوا ویاند جګړن شېرین اغا ازادي راډیو ته وویل چې د یادو بریدونو پر مهال ۱۴ وسله وال مخالفین وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"بېګاه د نړیوالو ځواکونو الوتکو د دانګام په ولسوالۍ کې بمبار کړی چې پکې دولس تنه له منځه وړي او په غازي اباد کې بیا دوه تنه وژل شوي چې دواړه پاکستانیان و، په دانګام کې د وژل شوو هویت لا نه دی معلوم شوی."

د کونړ د والي ویاند بیا وايي چې په دانګام کې څلور او په غازې اباد کې پنځه تنه وسله وال وژل شوي او یوه اندازه وسلې يې هم له منځه تللي دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو د دغو هوایي بریدونو په اړه څه نه دي ویلي

په دانګام او غازي اباد ولسوالیو کې په داسې حال کې نوي هوايي بریدونه کېږي چې تېره اوونۍ د غازي اباد ولسوالۍ په هیګل سیمه کې بې پیلوټه الوتکې په هوايي برید کې د نورو وسله والو ترڅنګ د القاعده شبکې دوه عرب مشران هم وژل شوي و.