خوست کې پولیسو د بېلابېلو جرمونو په تور ۷ کسان نیولي

د خوست ولایت امنیتي چارواکي وايي، اووه کسان يې د وسله والو غلاوو، سړي تښتونې، قتل او د نشه يي توکو د قاچاقو په تور نیولي دي.

نن د یکشنبې په ورځ د خوست امنیه قوماندان مل پاسوال فیض الله غیرت ازادي راډیو ته وویل چې پولیسو د خوست په مختلفو سیمو کې یاد کسان نیولي او په دوی کې هغه کس هم شته چې څو ورځې وړاندې يې یو ماشوم تښتولی او د پولیسو لخوا بیا وژغورل شو.

امنیه قوماندان وویل، د موټر تښتونکو څخه یو عراده ټوډي موټر،د وسله والو غلو څخه دوه عرادې موټرسایکل او یو میل تفنګچه هم نیول شوې ده.

مل پاسوال فیض الله غیرت زیاتوي:

"دوه نفره غله چې د غزني په مقر ولسوالۍ کې يې موټر د وسلې په زور د خلکو څخه راوستلی وو، بالاخره په خوست کې تثبیت شول او د پولیسو لخوا ونیول شول، همدارنګه دوه نفره قاتلین چې په مختلفو وختونو کې يې قتلونه کړي وو او د پولیسو تر څار لاندې وو، هغوی هم د پولیسو لخوا نیول شوي دي، دوه نفره د مخدره توکو قاچاقبران چې هغوی متکرر مجرمین دي، پولیسو د یو میل تفنګچې سره نیولي دي."

امنیه قوماندان وايي، په یاد ولایت کې په مجموع کې د جنايي جرمونو ګراف لوړ نه دی، خو که چیرې واقعات منځته راځي، نو کشفي او امنیتي منسوبین هڅه کوي چې تورن کسان تشخیص او ژر يې د قانون منګولو ته وسپاري.