کندهار کې یو انتحاري حمله کوونکی نیول شوی

د کندهار امنیتي چارواکي وايي چې یو انتحار کوونکی یې هدف ته له رسېدو وړاندې نیولی دی.

د کندهار د پولیسو مطبوعاتي دفتر د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي انتحار کوونکي غوښتل چې د پولیسو په ۱۴ امنیتي حوزې حمله وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ د کندهار ښار په ۹ امنیتي حوزې کې په یوه انتحاري حمله کې یو پولیس ووژل شو او درې نور ټپيان شول.

اعلامیه زیاتوي چې تېره شپه ناوخت د کندهار په نیش ولسوالۍ کې د ماین په یوه چاودنه کې یو ملکي وګړی وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.