تاجکستان د برېښنا د یوه ستر بند راغون د جوړولو کار پیل کړ.
د دغه بند د رغولو درې اعشاریه نهه میلیارده ډالریزه قرارداد د سالیني ایمپریجیلو په نوم یوه ایټالوي شرکت ګټلی دی.
د دغه بند د رغولو د کار د پیل په مراسمو کې پرون په خپله د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان هم برخه اخیستې وه.
دا بند په تاجکستان کې د برق د پرچاویو د مخنیوي په هدف رغول کېږي چې په دغه هېواد سربېره به افغانستان او پاکستان ته هم په کمه بیه برېښنا ورکړي.
ازبکستان بیا اندېښنه ښودلې چې د تاجکستان په جنوب کې د بند په جوړېدو سره به په دغه هېواد کې د پختې په کروندو اوبه کمې شي.