د سوریې د بشري حقونو فعالان وايي، حکومتي ځواکونو د اپوزېسیون جنګیالیو د ځپلو په هدف د حلب د محاصره شوي ښار په هغو سیمو پراخ برېدونه پيل کړي چې له اپوزېسیون سره دي.
دا برېدونه یوه ورځ وروسته له هغه کېږي چې د اپوزېسیون جنګیالیو د حکومت د هغې محاصرې د ماتولو په هدف حملې وکړې چې د اپوزېسیون تر کنټرول لاندې سیمې پکې شاملې دي.
د سوریې د بشري حقونو فعالان چې مرکز یې په لندن کې دی وايي، د سوریې پوځیانو د سوریې او روسیې د حکومتونو د هوايي ځواکونو په مرسته د حلب ښار په غربي سیمو دا حملې کړي دي.
د سوریې پوځ ویلي چې په دې جګړه کې یې له راکټو او توپخانې هم کار اخیستی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان اټکل کړی د حلب په ختیځ کې په محاصره شوې برخه کې به دوه لکه او پنځه اویا زره ملکیان ګیر پاتې وي.