جرمني یو شمېر کډوال بېرته افغانستان ته استوي

په جرمني کې افغان سفیر وايي، هغه پناه غوښتونکي بېرته افغانستان ته استول کېږي چې درې ګونو محکمو یې غوښتنلیکونه رد کړي وي.

سفیر حمید صدیق پرون ازادي راډیو ته وویل نږدې دوه لکه افغانانو په جرمني کې پناه غوښتې خو له دې ډلې به هره اوونۍ یوه پنځوس کسیزه ډله چې غوښتنلیکونه یې کاملاً رد شوي بېرته خپل هېواد ته ولېږل شي:

​"په اوونۍ کې شاید پنځوس کسان په یوه الوتکه کې واستول شي، دا پنځوس کسان به هغه کسان وي چې د جرمني درې ګونو محکمو رد کړي وي، متاسفانه همدا یې قانوني لاره ده موږ څه نه شو کولای."

ښاغلي صدیق همداراز وویل چې په جرمني کې د دغو ټولو افغان پناه غوښتونکو قضیو ته د رسیدګي لپاره لازم امکانات نه لري.

اخوا د کډوالو چارو وزارت وايي له اروپايي ټولنې سره د شویو موافقو له مخې په څو اوونیو کې د یادو پناه غوښتونکو رالېږل پیلېږي او ورسره سم به په پام کې نیول شوې مرستې هم ورباندې وویشل شي.