خپلواک: له تور لیسته د حکمتیار نوم ایستلو هڅې پيل شوي

افغان حکومت وايي، د ملګرو ملتونو له تور لیسټه د ګلبدین حکمتیار د نوم د ایستلو پروسه به ډېر ژر پیل شي.

له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې د تړون د اجرائيه کمېسیون د حکومتي پلاوي رئیس اکرم خپلواک پرون شپه ازادي راډیو ته وویل په دې اړه کار تر ډېره نهایي شوی او ډېر ژر به غوښتنلیک ترتیب او ملګرو ملتونو ته واستول شي.

اخوا د حزب اسلامي مرکچي پلاوی وايي، که څه هم دا کار باید پخوا تر دې شوی وای خو تمه ده چې ډېر ژر له تور لیسټه د ګلبدین حکمتیار د نوم د لرې کولو په اړه غوښتنلیک ملګرو ملتونو او امریکا متحده ایالتونو ته واستول شي.

له حزب اسلامي سره د افغان حکومت د سولې تړون یوه میاشت مخکې د ولسمشر اشرف غني او ګلبدین حکمتیار له خوا لاسلیک شو.