د امریکا د ولسمشرۍ لپاره د ډیموکراټ ګوند کاندیده هیلري کلنټن وایې ډاډه ده چې د دې د ایمیلونو په اړه د «اف. بي. ای» نوې څېړنه به هغه اصلي نتیجه بدله نه کړې چې وایې دا دې تر تعقیب لاندي نه نیول کېږي.
کلنټن پرون ویلي، "د امریکا خلک د دې وړ دي چې ژر تر ژره په بشپړو حقایقو پوه شي."
نوموړي پر «اف. ب. ای» یا د امریکا فدرالي تحقیقاتي ادارې ټینګار کړی چې دا موضوع هرڅه چې ده ژر تر ژره واضحه کړي.
دغې ادارې ویلي چې دوی به هغه نوي ایمیلونه وارزوي چې د کلنټن لخوا د کارول شوي خصوصي ایمیلونو له ارشیف څخه راپورته شوي دي.
په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشرۍ انتخاباتو ته تر دوو اونیو لږ وخت پاته دی، د امریکا کانګرس ته د فډرالي تحقیقاتي ادارې یا اف بی ای د مشر جیمز کامي «James Comey» لخوا دغه اعلان د هغه هېواد د ولسمشر رزیو انتخاباتو لپاره د کمپاینونو په برخه کې نوي شکونه رامنځته کړي دي.
د جمهوري غوښتونکي ګوند کاندید ډونالډ ټرمپ د اف بي ای دغه لیک په نیو هم پشایر کې د کمپاین پر مهال خپلو پلویانو ته ور وښود څو پر خپلې سیالي کلنټن ګوزار وکړي.
دی وایي، "موږ باید پرې نږدو چې هغه خپله جنایي طرح ولسمشرۍ ماڼۍ ته یوسي."
ټرمپ پخپله د جنسي ازار له تورونو سره مخامخ دی، خو دی دا تورورنه ردوي.