عراق کې جنګېدونکي ملېشې وايي موصل کې بریدونه کړي

په عراق کې هغه شیعه ملېشې چې ایران یې ملاتړ کوي وایي، د موصل ښار د بېرته نیولو په برخه کې د همکارۍ په توګه یې ددغه ښار په لویدیځ کې د اسلامي دولت ډلي په وړاندي بریدونه پیل کړي دي.

ددغې ډلې ویاند جعفر الحسیني ویلي دوی نن د نورو ملېشو سره یوځای د تلعفر ښارګوټي په لور عملیات پیل کړه.

دغه ښار چې د موصل لوېدیځ ته په ۶۳ کیلومترۍ کې پروت دی مخکي تر دې چې په ۲۰۱۴ کال کې د اسلامي دولت ډلي لاس ته ولویږي، اکثرا شیعه وګړي پکې اوسېدل.

الحسیني وایي، ایراني ځواکونه دوی ته پوځي مشورې ورکوي او د عراقي ځواکونو هوایې ملاتړ هم لري.

عراقي ځواکونو د اکتوبر پر اولسمه نېټه له اسلامي دولت ډلې څخه د موصل ښار د بیا نیولو عملیات پیل کړي دي.

داسي انګېرني شته چې په تلعفر کې د شیعه ملېشو بریدونه به ښایې د ترکیې غبرګون راوپاروي ځکه په دغه ښار کې د پام وړ ترک وګړي اوسېږي.

د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر مولود چاوش اوغلو تېره اوونۍ ویلي وو چې که چېري په دغه ښار کې یو برید وشي، نو ترکیه به یې بې ځوابه پرې نږدي.