پاکستاني پولیسو د اپوزیسیون د فعالانو پرضد هغه وخت له اوښکي بهونکي ګازه کار واخیست چې مظاهره چیانو، پر پولیسو د کاڼو ګزارونه وکړل.
اخ او ډب پرون هغه مهال رامنځته شو چې د تحریک انصاف ګوند غړي په اسلام اباد کې د عمران خان د کور مخې ته راغونډ شول.
عمران خان خپلو ملاتړیو ته وویل:
"زه دا پوښتنه کوم چې ولې دا ټوله سیمه کلابند شوې؟ ولې زه په کور کې نظر بند شوی یم؟ ولې؟ د کوم قانون له مخې؟ ما له قانونه څه سرغړونه کړې؟"
په کراچۍ او د پنجاب ایالت په راولپنډۍ او لاهور کې هم د پولیسو او د عمران خان د ملاتړیو ترمنځ اخ وډب رامنځته شوی دی.
پولیسو د عمران خان په لسګونو ملاتړي تر اوسه په پاکستان کې نیولي دي.
تر دې مخکې عمران خان ویلي و چې د نومبر په دوهمه به شاوخوا یو میلیون کسان راغونډ کړي ترڅو نوازشریف مجبوره کړي چې له صدارته استعفی وکړي.